امنیت

پاکستان ته د نولسو افغان ماشومانو د قاچاقو مخه ونيول شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
د پروان پوليس وايي: پاکستان ته يې د نولسو ماشومانو د قاچاقو مخه نيولې ده. ټاکل شوې وه دغه ماشومان نن سهار له تخار څخه کابل او په دې ډول پاکستان ته د قاچاقو په ډول وليږدول شي.
د پروان د والي ويندوى وحيد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوى د دغو ماشومانو د سپرلۍ بس موټر د چاريکاروښارپه چوک کې ودراوه.
د ده د څرګندونو له مخې: پنځه تنه د دغو ماشومانو د قاچاقو په تور د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه ماشومان د تروريستي ډلو له خوا د ځانمرګو بريدونو د زده کړې لپاره د پاکستان ديني مدرسوته ليږدول کيدل او يا په دغه هيوادکې پلورل کيدل.
صديقي زياته کړه چې د دغو ماشومانو د قاچاقو په اړوند له نيول شويوکسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .
له بله پلوه ويل کيږي د پروان امنيتي ځواکونه د دغو ماشومانو له کورنيو سره د اړيکو د ټينګښت لپاره هلې ځلې ګړندې کړې دي.
په وروستيو څوکلونو زياتره افغان ماشومان د تروريستي په تېره بيا د طالبانو د ډلې له خوا د ځانمرګو بريدونو د زده کړې په مقصد له افغانستان څخه د پاکستان په ظاهره ديني مدرسو ته ليږدول کيږي او د تروريستي د لازمو زده کړو وروسته بېرته د افغانستان د امنيت د ګډوډولو په مقصد د هېواد بېلابېلو سيمو ته استول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته