سیاست

محمد اشرف غني: حکومت او سیاستوال په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او تلپاتې سولې تامین ته ژمن دي

کابل / د غبرګولي ۲۱ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له  ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هیواد مخکیني جمهوررییس حامد کرزي هم حضور درلود، وکتل.

په دې کتنه چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې پروسې لپاره پاکستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو د جزئياتو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: د امریکا متحدو ایالتونو هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.

دواړو لویو د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د اورکم یا نااعلان شوي اوربند پر دوام ټینګار وکړ او ډاکتر خلیلزاد وویل، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.

ډاکتر زلمي خلیلزاد وویل، ما د امریکا متحدو ایالتونو پیغام راوړی دی چې د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر کې د افغانستان حکومت د زړورو او سختو ترسره شویو اقداماتو مننه وکړم.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان حکومت او سیاسیون سیاسي اجماع لري او په یوه غږ یې د جمهوریت دفاع کړې او په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو او د پایداره او باعزته سولې تامین ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه: دا چې نړیواله ټولنه، بین المللي سازمانونه او دوست هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي، منندوی یې یوو.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د سولې او اقتصادي انکشاف لامل هم کېږي. #

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته