امنیت

څلور تنه وسله وال مخالفين په وردوج کې ووژل شول.

کابل  باخترد  ورى  دمياشتې  ٥ :
دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په عملياتو کې په نويو پرمختياوو کې ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين  و وژل شول اويوبل مخالف ونيول شو.
دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دغشي په نامه په هغو ګډو چاڼيزو عملياتو کې  چې دډاراچوونکو عناصرو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پيل شوي دي ، څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويو بل مخالف ووژل شو اويو بل مخالف ونيول شو.
ددغوعملياتوپه بهيرکې چې له څو ورځو راپه دې خوا په وردوج کې پيل شوي  دي طالبانو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي .
ديوبل خبرله مخې :
دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو دعملياتوپه بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او يوبل طالب ټپي شو.
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه سپکې اودرندې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته