سیاست

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ملي وحدت له حکومت سره د ملاتړ ترڅنګ د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى نيکولاس هيسم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال ښاغلى انجنير محمدخان سره د ليدنې پرمهال د ملي وحدت له حکومت سره د بشپړملاتړ ترڅنګ د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملګرو ملتونو ځانګړى استازي( نيکولاس هيسم )وويل چې: ملګرو ملتونو په تېرو کلونو کې هم د جګړو پرمهال او هم د حکومت د جوړولو په پروسه کې د بشري مرستو څخه نيولى بيا د ټاکنو، بيارغونې، امنيت، ښوونې او روزنې او په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي دي.
د ملګرو ملتونو استازي په دې خبره خوښي وښودله چې د ملي وحدت حکومت وتوانيده خپله کابينه يې معرفي کړي.
هغه زياته کړه چې: افغانستان يې کله هم د پامه نه دى غورځولى او په راتلوونکي کې به يې هم هېر نکړي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان د ملګرو ملتونو له استازى څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره يې هميشه مرستې کړي دي. او همدارنګه د تيرى دورې په ټاکنو کې هم له مرستو څخه مننه وکړه.
لومړي مرستيال د ملګرو ملتونو استازى ته ډاډ وکړى چې د ملي وحدت حکومت به د افغانستان اولس خدمت ته د يو واحد ټيم او د يو قوي دولت په توګه به ټولو وګړو ته یوشان خدمتونه وړاندې کړي.
همداراز ښاغلى لومړي مرستيال د ملګرو ملتونو رول وستايه او ويې ويل: ددوى هلو ځلو د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ډېرو بشري ناورينونو مخه نيولې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته