نړۍ

د جاپان په سواحلوکې سخته زلزله او د سونامي خبر دارى

توکيو نيوزنو باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
د ريکټر په مقياس د  شپږ اعشاريه  اتو درجو  په سختوالي  يوې  زلزلې نن  سهار
دجاپان ختيځ سواحل ولړځول چې له دغې زلزلې وروسته د سونامي خبر  دارى هم صادرشو.
باختر آژانس د رويټرز د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: جاپان ددغه خبر په اعلامولو سره  څرګنده کړه چې د فوکوشيما په اټومي بټۍ کې د غير عادي  حالت په باره کې اطلاعات  چې  په همدې ناحيه کې  ده ، نه  دي خپاره شوي .
د ريکټر په  مقياس په  جاپان کې نننۍ  زلزلې  دغه هېواد چې له يوې  درجې  څخه تر اوو  درجو  پورې اټکل شوى دى؛ زيات زيانونه نه  دي اړولي .
تراوسه پورې ددغې زلزلې له امله دسر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي ، خو  د سر د زيان احتمال شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته