امنیت

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس نن دامنيتي ځواکونو له خوا په لغمان کې ونيول شو .
دکورنيو چارو وزارت دوياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل دپوليسو دخاصو قطعاتو ځواکونه نن په هدفمندو عملياتوکې  چې دلغمان په قرغيو ولسوالۍ کې ترسره شول دلوګر لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په حکمت مشهور ملا انارګل  له يوهمکار سره يې ونيوه د هغه همکار دماينونوپه جوړولو کې مهارت درلود .
ملا انار ګل دغه راز دپغمان _ کابل په ساحو کې په يولړ ډار اچوونکو برېدونو تورن دى .
ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته