ټولنه

دهرات د تروريستي بريد دشهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره نغدي مرسته وشوه .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دهرات ولايت دتروريستي بريدونو دشهيدانو له يوشمير کورنيو او ټپيانو سره  نغدي  مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې د هرشهيد په کورنۍ سل زره افغانۍ او په هر ټپي پنځوس زره افغانۍ پرون  دهرات دوالي  محمد اصف رحيمي له خوا وويشل شوې .
دهرات والي  دتروريستي بريدونو په غندلو سره  په ملکي وګړو بريدونه د نه منلو وړ وبلل او د نغدي مرستو  په لاره کې داجراييه رياست دپاملرنې له امله يې مننه وکړه .
  دغه راز  دقربانيانو کورنى هم  دمقاماتو دملاتړ له امله قدرداني وکړه او د تروريستي بريدونو دمخنيوي او په تيره بيا په مقدسه اماکنو دبريدونو دمخنيوي په لاره کې دجدي تدبيرونو دنيولو غوښتنه وکړه .
ديادونې وړ ده په هغو کورنيو چې دغه نغدي مرسته وويشل شوې دنبي کريم په جومات  دتروريستي بريدونو دشهيدانو کورنى اوټپيان شامل دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته