ښوونه او روزنه

دوه ښوونځي په بغلان کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

 پلخمري باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
د پلخمري ښار په حافظ آباد  او خنجرآباد سيمو کې  دوو ښوونځيو ودانۍ  چې چې جوړولو کار يې بشپړ شوى و ، پرون ګټې  اخيستنې ته وسپارل شول.
دبغلان  ولايت دپوهنې رئيس ډاکتر محي الدين پيکان  د دغو  ښوونځيو دودانيو دپرانستلو په وخت کې  وويل ؛ ددغو دوو ښوونځيو ودانۍ دديرشو ميليونو افغانيو په  لګښت د هندوستان هېواد اوله نشه يي توکو سره دمبارزې  دوزارت په مرسته  په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شوي  دي.
دبغلان دپوهنې  رئيس  وويل  چې ددغو ښوونځيو دښوونکو او زده کوونکي  ستونزې د ځاى نشتوالي له امله  لېرې شوې  او ددغو  ودانيوپه ساتنه او څارنه کې دهغوى  هميشنۍ همکاري غواړو.
ديادونې وړ ده چې په بغلان  ولايت کې  ٥٦٤  ښوونځي  شته  چې د  دغو ټولو ښوونځيودروازې  د زده کوونکو پرمخ پرانستي دي.
ده وويل ؛ په دغه ولايت کې په سلو کې پنځوس  ښوونځي  ودانۍ نلري  او زده کوونکي په  آزاده فضا کې  زده کړې کوي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته