کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي:
ځينورسنيو د بغلان _ کندز په لويه لاره کې د ډار اچوونکوله خوا د بايومتريک دستګاه په واسطه د محرمو سندونوکنترول خپورکړى دى.
د ملي دفاع وزارت د دغه شان امکاناتو شتون چې ډار اچوونکو ترلاسه کړى وي، په کلکه ردوي .
د بايومتريک دستګاه د ملي دفاع وزارت په مرکزي ادارو پورې اړه لري او ډير لوړ محرميت لري او د باور وړ او ماهرانو له خوا کارول کيږي او په بشپړه توګه محفوظه ده. له دې امله د ډار اچوونکوله خوا دغه شان ادعا په بشپړه توګه بې بنسټه او غير واقعي ده .
د هېواد په دفاعي او امنيتي ارګانونوکې د محرميت ساتنه له مهمو نظامي ارزښتونو څخه ده او ساتنه يې د هر عسکري منسوب وحيبه بلل کيږي.
0 1 دقیقه لوستل