کابل باختر دثور ٢٣
د ننګرهار ولايت د محصولاتو نندارتون د دغه ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې پرانستل شو .
په دې نندارتون کې د ښځينه او نارينه ډول ډول جامو، په ګډون د ښځو په لسګونو لاسي صنايعو ، مستې، شات، مربا او يوشمير نور کرنيز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي .
د ننګرهار ولايت د کرنې رياست يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې دغه نندارتون د بومي توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په خاطر پرانستل شوى دى .
په دې درې ورځنى نندارتون کې صنعتکاران خپل محصولات معرفي کوي او پلوري يې .
ختم_ ج _ اکرم