کابل باختر دمرغومي اوومه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
دقيصار ولسوال عبدالجميل دباختراژانس خبريال ته وويل: درې تنه وسله وال طالبان دقيصار ولسوالۍ ددنکتاش په ساحه کې له امنيتي ځواکونوسره دنښتې په بهيرکې ووژل شول او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
دقيصار ولسوال زياته کړه په دې نښته کې څو تنه سيمه ئيز پوليسان هم شهيدان شوي او څو تنه ټپيان شوي دي چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
ديادونې وړ ده چې تيره اوونۍ هم درې تنه وسله وال طالبان دقيصار ولسوالۍ په چيچکوى ساحه کې ووژل شول او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ