کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
د يو زرو اته سوه مترو په اوږدوالي د جوزجان پوهنتون دسړک دپخولو کار د آلمان دجي ټي زيد موسسې له خوا پيل شو.
دجوزجان ولايت سرپرست عبدالرحمن محمودي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دجوزجان پوهنتون دسړک دپخولو کار تر عمومي واټ پورې ديو زرو اته سوه مترو په اوږدوالي او داتو مترو په سور د آلمان د جي ټي زيد موسسې په مرسته په دريو مياشتو کې بشپړيږي.
ده څرګنده کړه ددغه سړک په جوړولو سره دمحصلانو او دليږدوونکو وسايطو په تګ راتګ کې لازمې آسانتياوې رامنځته کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ