کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۹ مه
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په زیکزیک وطني سیمه کې څلور تنه له وسله والو مخالفينو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
د افغان کومانډو ځواکونو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن عبدالقیوم نورستاني باختر آژانس ته وویل: افغان ځواکونو تېره شپه په چهاربولک ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې په پايله کې يې څلور تنه له وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ