فرهنګ

پوهنمل نبي فراهي : ددولتي ادارو کارکوونکي دې خپل مسووليتونه دهېواد له اساسي قانون سره سم ادا کړي .

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٩ :
داساسي قانون په باب دپوهاوي ترعنوان لاندې يو سيمينار نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالارکې جوړ شو.
په دې سيمينارکې چې داساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې دخپلواک  کميسيون له  خوا  ددوو ورځولپاره  جوړ شوى دى  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوشمير کارکوونکو ګډون کړى دى .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې :  دسيمينار دکار په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي  فراهي خبرې وکړې او ويې ويل  : داساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې خپلواک  کميسيون د هغو نورو مسووليتونو ترڅنګ  چې لري يې  داساسي قانون په  مادو  ددولتي کارکوونکو دپوهاوي په برخه کې روزنيز پروګرامونه هم وړاندې کوي  چې ددولتي ادارو کارکوونکي وکولاى شي   خپل مسووليتونه دهېواد له اساسي قانون سره سم ترسره کړي .
پوهنمل نبي فراهي دغه راز  دخلکو دپوهاوي په خاطر  دهېواد داساسي قانون دمادو دخپرولو  او چاپولو په لاره کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکارکوونکو  دندې اومسووليتونه په ګوته کړل او څرګنده يې کړه چې ددغه وزارت کارکوونکي دې بايد   له پخوا زيات  دقانون  په مادو ځان خبر کړي .
داساسي قانون دمادو په اړوند  داساسي قانون پر تطبيق باندې  دڅارنې دخپلواک  کميسيون دبيلابيلو برخو مسوولينو  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته