امنیت

د وژنې په تور له دوو روسپي ښځو سره دګلبدين حکمتيار د وراره نيول .

کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
داسلامي ګوند دمشرګلبدين حکمتيار وراره په ډزوسره د يو پوليس  او ديوملکي وګړي له  وژلو وروسته له  دوو روسپي  ښځو سره په کندز ولايت کې ونيول شو .
صلاح الدين  تيره شپه  په داسي حال کې چې شراب يې څښلي و دامام صاحب ولسوالۍ د چم تيپې  په سيمه کې په يو پوليس او يوملکي وګړي ډزې وکړې او وروسته په داسې حال کې چي دوه روسپي ښځې هم ورسره  وې دپوليسو له خوا ونيول شو .
دکندز دامام صاحب ولسوالۍ دپوليسو يومقام وويل:  دګلبدين  حکمتيار وراره غوښتل له دوو  روسپي ښځو او له خپل يو ساتونکي سره دشپې دتيرولو  لپاره يوځاى  تدارک کړي  چې دپلټڼې له يوې پوستې سره  مخامخ  شو او له هغه ځايه څخه وتښتيد او له دويمې پوستې څخه هم  په داسې حال کې چې يو پوليس يې په ډزو سره وواژه تير شو خو په  پاى کې  ونيول شو .
  عيني شاهدان وايي  چې صلاح الدين دتيښتې په وخت کې يوملکي وګړى هم چې له سړک څخه تيريده  په ډزو سره  وواژه .
  ددغو عيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې ، دګلبدين حکمتيار د وراره دسپرلۍ موټر د تيښتې  په وخت کې چپه  شو او کله يې چي غوښتل له دوو ښځو او له خپل يو ساتونکي  سره ځان پټ کړي  ونيول شو.
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ  ويندوى سيد سرور حسيني له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه  تاييد کړه او ويي ويل چې د ګلبدين حکمتيار  وراره
صلاح الدين  اوس له دوو  روسپي ښځو او له خپل ساتونکي سره  نيول شوى دى او له دوى څخه تحقيقات پيل شوي دي .
د حسيني  دڅرګندونو له مخې :  له صلاح الدين څخه يوه تومانچه اويو کلاشينکوف ترلاسه شوي دي .
دکندزسيمه  ييز مسوولين وايي چې دګلبدين حکمتيار وراره صلاح الدين  رسمي دولتي دنده نه  لري او په کندز کې دخلکو په ځورونې او عياشي لاس پورې کاوه .
صلاح الدين دشهاب الدين زوى دى شهاب الدين د اسلامي ګوند د فراري مشر ورور دى . دګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګونددوسله والوطالبانودواکمنۍ  له نسکوريدو  وروسته له نورو  تروريستي ډلو سره يوځاى شو او تراوسه پورې  په افغانستان کې په تروريستي بريدونولاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته