امنیت

پنځه شپيته تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر د زمري يوولسمه :
پنځه شپيته  تنه طالبان تيره شپه دننګرهار ولايت دحصارک په ولسوالۍ کې ووژل شول .
وسله والو طالبانو ددويم ځل لپاره دحصارک ولسوالۍ پر پوستو بريدونه وکړل چې دپنځه شپيتو تنو طالبانو په وژل کيدوسربيره  دوه ويشت تنه نور طالبان ټپيان شول .
دننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي دباختراژانس خبريال ته وويل، داپه داسې حال کې ده چې نيکمرغه  کوچني اختر په دويمه شپه طالبانو ددغې ولسوالۍ پر پوستو بريدونه کړي  وو چې په پايله کې يې دهغوى نوي تنه ووژل شول او نور شپږ تنه يې ټپيان شول .
دحصارک ولسوال عبدالخالق  معروف وايي داځل امنيتي ځواکونو خبر ترلاسه کړى و چې طالبان بيا پر امنيتي پوستو بريدونه کوي اوسخت تدبيرونه يې نيولې وچې په په پايله کې  يې پنځه شپيته تنه طالبان ووژل شول او دوه ويشت تنه نور يې ټپيان  شول.
  ويل کيږي چې  په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى ځکه  چې  هوايي ځواکونو هم له امنيتي ځواکونوسره مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته