ښوونه او روزنه

د هرات په ادرسکن کې لسو زرو زده کوونکو د زده کړې مناسب ځای ته لاس رسی وموند .

هرات/دوري ۳۰/ باختر
په هرات کې د ښوونځیو لپاره د ٢٤ نويو ودانیو په جوړولو سره ،لسو زرو زده کوونکو د زده کړې مناسب ځای ته لاس رسی وموند .
دغه ودانۍ د ادرسکن ولسوالۍ په ښوونځیو کې جوړ شوي دي .
دهرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالي باختر آژانس ته وویل چې د دغو ۲۴ نویو ودانیو په جوړولو سره څه ناڅه لس زره زده کوونکو نجونو او هلکانو د لومړي ځل لپاره د زده کړې مناسب ځای ته لاس رسی وموند .
دغو زده کوونکو کلونه،کلونه د زده کړې د ودانیو د نشتوالي له امله په پرانيستې هوا او یا تر خیمو لاندې زده کړې کولې .
د هرات والي وایي هلې ځلې لري د دولتي او نړیوالو بنسټونو په مرسته دغه راز د زده کړو د ښوونځیو په خاطر د ودانیو په جوړولو لاس پورې کړي .پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته