کابل/ باختر/ د ليندۍ ٢٥مه
حکومت هلې ځلې کوي هغه بنسټيز تاسيسات چې په ننګرهار ولايت کې په ډار اچوونکوبريدونوکې ويجاړ شوي دي ، بيا ورغوي .
په لومړي ګام کې ټاکل شوې ده په لسګونو ويجاړې شوې بنسټيزې پروژې د شينوارو په شپږو ولسواليوکې بيا ورغول شي .
دغه تاسيسات د دولت له بودجې څخه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له لارې بيا رغول کېږي .
د ننګرهار ولايت د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا رييس مجيب الرحمن ضيا باختراژانس ته وويل: د شينوارو په شپږو ولسواليو کې بنسټيزو تاسيساتو ته د رامنځته شويو زيانونو سروې پاى ته رسيدلې، اوس د دغو تاسيساتو د بيا رغاونې عملي کارونه پيلېږي .
ده وويل: په دغو تاسيساتوکې روغتونونه، سړکونه، پلونه او پلګي، ښوونځي او نور تعليمي بنسټونه او ويالې شاملې دي.
په همدې حال کې کليوالي خلک په تېره بيا د دغو ولسواليو بزګران ددولت د دغه اقدام له امله خوشحاله دي .
د شينوارو په ځينوسيموکې د طالبانو او داعشيانو په ګډون د ډار اچوونکو ډلو شتون او د دوى بريدونه د لسګونو بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړيدو سبب شوي دي .
اوس د شينوارو د شپږو ولسواليو زياتې سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي او خلک له اقتصادي اوسيمه ييزو ستونزو سره سره خپل ژوند له سره پيل کړى دى .
ختم- ج (_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل