کابل/ د کب ۴ مه/ باختر
د کابل ښار په لسمه ناحيه کې يو کرايه نشين پرون غرمه د يوه کور خاوند وواژه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښار په لسمې ناحيې پورې اړوند د هوايي ډګر سړک په لوېديځ کې د بې بې رقيې په کوڅه کې د کور خاوند سېد چمن پرون کله چې له خپلې مېرمنې سره د کرايې د اخيستلو لپاره تللي و، له کرايه نشين سره چې څو مياشتې کرايه يې نه وه ورکړې؛ له لفظي ناندرې وروسته د کرايه نشين له خوا د برچې په ګوزارونو او ډزو سره ووژل شو.
قاتل له ساحې څخه تښتېدلي دى.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيالې مروه اميني وايي چې د قضيې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي.
ختم- ج – اکرم