امنیت

اتلس تنه قاچاق وړونکي په مجازاتو محکوم شول

/ باختر / د سلواغې دمياشتې ٢٩نيټه    
اتلس تنه د نشه يي توکو د قاچاقو د يوولسو قضيو په تور دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ابتدایيه او استيناف محکمو له خوا له ۱۳ مياشتو څخه تر۱۸ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شول.
د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد احمد موحد دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې دغه کسان د تيرې اوونۍ په بهيرکې په داسې حال کې د پوليسو له خوا ونيول شول چې غوښتل يې د ٩٢٤ کيلوګرامو نشه يي توکو، ٢٢ ليتره تيزاب،٩٥٠ ليتره الکولي مشروبات او ١٠٥ ګرامه مت امفتامين بهر ته قاچاق کړي .
ده دغه راز له قاچاق وړونکو څخه ٣١٠٠٠ افغانيو، ٨٢٥٠ پاکستاني کلدارو او  ١٠٠٠٠ هندي کلدارو او د دوو نقليه وسايطو د مصادرې خبر ورکړ.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته