امنیت

نهه پنځوس تنه تروريست طالبان او داعشيان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د ملي دفاع وزارت مقامات وايي چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٥٩ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول چې ٤ تنه يې داعشيان دي .
د دغو عملياتو په بهيرکې دغه راز ٣ تنه تروريستان ټپيان او د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون دوه تنه نورنيول شوي دي.
دغه عمليات چې د توپچي او هوايي قوتونو ملاتړ هم ورسره و؛ د ننګرهار، پکتيکا، لوګر، خوست، قندهار، روزګان، بادغيس، هرات، فراه، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته