سیاست

محمدعلم ايزديار دانرژي او ابو وزارت له معين سره وکتل

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارنن په داسې حال کې چې دپروان ولايت دجبل السراج ولسوالۍ ځينې مشران اوسپين ږيري او ولسوال او دبريښنا شرکت ،دپروان د حوزي رييس هم حاضر و دانرژي او اوبو وزارت دانرژي له معين انجينر غلام فاروق قاضي  زاده سره وکتل.

دمشرانو جرګې دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې  دجبل السراج ولسوال دخلکو دستونزو دبيانولو په ترڅ کې وويل  چې د  پي آر ټي   ټيم او دکاپيسا  دامين دساختماني شرکت له خوا  دجبل السراج دبريښنا دتوليد دفابريکي دبيا جوړولو کار په سلو کې اويا پرمخ  تللي دي  خو دهغې دماشين الاتو ددرولو او مونتا ژ کار دنامعلومو دلايلو له امله  تراوسه پورې نه دى ترسره شوى .

دغه رازپه دې غونډۀ کې دمشرانو جرګې لومړي نايب  دجبل السراج ولسوالۍ دخلکو  دستونزو  دموجهه بللو په ترڅ کې دپنجشير ولايت  پارنده  دبريښنا  دپروژې نه بشپړيدل  اودکابل ښار دقول ابچکان  اوسخي کارتې په ساحو کې دڅښاک داوبو نشتوالي  دانرژي او اوبو وزارت له معين سره طرحه کړل   چې دغه معين دخبرو په ترڅ کې   له  روسيې  خصوصي شرکت سره دپنجشيرولايت دپارنده دبريـښنا دبند دجوړولو دقرارداد خبرورکړ او ويې ويل  چې کار به يې په نږدي راتلوونکي کې پيل شي  اوهم يې دقول آبچکان اوسخي کارتې  دساحو دخلکو دستونزو دحل کولو ژمنه وکړه او زياته يې کړه ، دجبل السراج دبريښنا  دفابريکي پروژه له بنسټيزو پروژو څخه بلل کيږي چې کاريې  دپروان  ولايت د  پي آر  تي ټيم له خوا ترسره شوى دى خوله بده مرغه دتمويلونکو دژمنې دنه عملي کيدو له  امله  نيمګړي پاتې ده  خو څرگنده يې کړه چې دبيا جوړولو قراردادبه يې له نړيوال بانک سره لاسليک اوډير ژر پيل کړي .

دسنامجلس لومړي نايب دبنسټيزوپروژو دارزښت په باب خبرې وکړې او  ددغو پروژو دکار په ګړندي کولو باندې يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته