امنیت

د طالبانو يو قوماندان ونيول شو

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٣١ :
د وسله والوطالبانو يوقوماندان په هلمندولايت کې د افغان پوځيانو او د ناټو د ځواکونو د عملياتوپه بهيرکې ونيول شو.
دغه قوماندان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى؛ پرون  له نهوتنو نورو سره د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې په خپل پټنځي کې ونيول شو.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړچې دغه قوماندان دهلمند او قندهار د ولايتونوپه ځينو برخوکې د تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود.
ددغو عملياتو په بهيرکې پوځيانو دطالبانو د ډلې ددغه قوماندان دجنګي وسايلو يوه ډيپوهم ترلاسه کړې ده.
ويل کيږي چې په دې ډيپوکې په لسګونوجنګي وسايل اوپه سلګونوکيلوګرامه  چاوديدونکي او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
له بلې خواناټو د يوې خبرپاڼې په  خپرولو سره په سنګين ولسوالۍ کې د يوې نښتې په بهېرکې د څلورو تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبرورکړ.
دغه طالبان له هغه وروسته ووژل شول چې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
ناټو وايي چې په دې نښته کې افغان پوځيانو، بهرنيوځواکونو اوملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته