امنیت

يوه ډله وسله وال مخالفين په ننګرهار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
يوه اووه کسيزه ډله وسله وال مخالفين پرون په ننګرهار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
قوماندان قريب الله له شپږو تنو افرادو سره يې چې د ننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې له دولت سره په مخالفت کې وو؛ د سولې بهيرته مخه وکړه .
د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال باخترآژانس ته وويل: دغې اووه کسيزې ډلې شپږ ميله وسلې هم دولت ته وسپارلې.
د ننګرهار ولايت د سولې د شورا رييس حاجي ملک نذير باخترآژانس ته وويل: د دغې شوراله جوړيدوڅخه تراوسه پورې دوه سوه اووه پنځوس تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته