امنیت

په خوست ولایت کې د ټاکنودخپلواک کمیسیون د ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
په خوست ولایت کې د یو اين ډي پي له خوا د ۳ لکه ۶۵ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د انتخاباتو دخلپواک کمیسون لپاره نوي وداني جوړیږي.
باخترآژانس ته په رارسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل چې د انتخاباتو حپلواک کمیسون لپاره جوړیدونکي وداني د جاپان هیواد په مالي مرسته د یو این ډي پي له خوا یي لګښت ورکول کیږي چې کارونه به يي د څلورو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل،چې په دې ودانۍ به درې لکه پنځه شپیت زره امریکايي ډالر ولګول شي.ده وویل چې دټاکنوخپلواک کمیسیون لپاره ودانۍ به دوه پوړه ولري چې ۸ ادارې خونې،او یو لوی ګودام به ولري.چې دټاکنوولایتي دفترستونزې به ترډیره بریده ورسره حل شي.
حبیبي وویل چې خوست دامنیت له پلوه دا مهال پوره ډاډمن دی.اوهرډول د بیارغونې پروژې پکې دتطبیق وړدي.
د ټاکنو خلپواک کمیسیون رئیس عبدالرحمن محبت وویل چې دغه وداني به په معیاري ډول سره د څلورو میاشتو په موده د خوست ولایت اداري کمپلیکس کې جوړه شې په هغه ځاى کې چې د خوست ډیر شمیر دولتي ادارې شتون لري. ده وویل چې په جوړیدو سره به يي هغه ستونزې حل شي چې پخوا د انتخاباتو خپلوک کمیسیون ور سره مخ وو.
په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمیسون لپاره وداني د خوست ښارلویدیځ څلور کیلومتری کې په اداري کمپلیکس کې جوړیږي،چې د خوست مقام سربیره ۸۰ سلنه دولتي ودانۍ شتون لري.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته