کابل باختر دثور دويمه :
دتاجکستان دواليبال ملي ټيم نن ديوې دوستانه لوبې دترسره کولو په مقصد کابل ته راځي .
دبدني روزنې رياست دواليبال فدراسيون مرستيال عارف پيمان نن دباختراژانس خبريال ته وويل :ټاکل شوې ده دتاجکستان دواليبال ملي ټيم دهيواد دواليبال دملي او دځوانانو له ټيمونوسره څلور لوبې ترسره کړي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه سيالۍ دپنجشنبې له ورځې څخه پيل او د ددوشنبې تر ورځې پورې دوام مومي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ