سیاستخبرونهTOP

د چین د بهرینو چارو وزیر کابل ته راغلی دی

کابل / د وري ۴ مه / باختر
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن سهار کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په یو ټویټ کې دغه خبر تایید کړی دی.
نوموړي ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په رارسېدو سره سم د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې پيل کړي چې لا هم دوام لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې وانګ يي به د اسلامي امارت له چارواکو سره وګوري او د سیاسي، اقتصادي، او ترانزیتي اړیکو په ټينګښت به ورسره خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره چین خپلې اړیکې له افغانستان سره ساتلي او د هغوی سفارت په کابل کې پرانیستی دی.
بارکزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته