نړۍ

له سوريې سره دلبنان په پوله کې څلور تنه ووژل

– بيروت نړيوالي خبري منابع باختر دتلې دمياشتې ٧
دسوريې  پولې ته څيرمه دلبنان په بعلبک ښار کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو او دحزب الله د ډلې ترمنځ دنښتې له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .
دالعربيه دټلويزيوني شبکې دخبرله مخې :  دغه نښته پرون هغه وخت پيل شوه چې يوه ډله يرغلګر چې ښايي سني مذهبه مسلمانان دي او د سوريې له مخالفينو څخه ملاتړي کوي ، دپولې دپلټنې په پوستې کې ميشت شوي او دحزب الله له خوا چې دبشارالاسد د دولت پلويان دي ، پرې  ډزې وشوې  .
د رارسيدلو خبرونوله مخې له  دواړو لورو څخه دوه دوه تنه  ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته