ټولنه

په کاپيسا کې ديوه ځوان هلک ځان وژنه .

کابل باختر د کب درې ويشتمه
په کاپيسا ولايت کې يوه ځوان  هلک ځان وواژه . دغه ١٧ کلن  ځوان دکاپيسا ولايت دکوهستان  دلومړى برخې دولسوالۍ دکنکو سيمې  اوسيدونکى وو اودټوپک په ډزو سره يې ځان وژلى دى .
دکوهستان دلومړى برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ځوان پرون هغه وخت  په ځان وژنې لاس پورې کړ چې يوه ورځ مخکې دڅو تنوله خوا دقلعه عکاسانود دښتې په سيمه کې په جبري توګه جنسي  تيرى پرې شوى وو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې  قضيې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته