ښوونه او روزنه

په هرات ولايت کې د ښوونځيو د تدريسې چارو دڅرنګوالۍ څيړنه پيل شوه

کابلباخترد وري ٢٨ مـــــــــــه

په هرات ولايت کې د ښوونځيو دڅارنې ،کنترول اوڅيړنې په مقصد ددغه ولايت دپوهنې د مسوولينو يو هيئت موظف شو

دباختر  اژانس دخبر له مخې ددې اته کسيز هيئت په ترکيب کې مرستيالان، سلا کاران او امران ، د سياسي او ثا نوي تعليما تو اودپلټنې اوحساب ورکولو د مديريتو نو غړي شا مل دي

دغه هييت موظف دي چې تر پنځلسو ورځو پورې د هرات ښار په کچه دښوونځيو ټول تدريسې ، اداري او محاسبا تي چاري وڅيړې اود خپلو فعاليتو نو نتيجې د پو هنې رياست ته وسپاري اود کار له پاى ته رسيدو وروسته دغه هييت مو ظف دي چې د هرات ولايت د ولسواليو په کچه ښوونځې وڅيړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته