ټولنه

له پاکستان څخه د مهاجرينو راستنيدل دوام لري

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
په تيرو دوو ورځوکې څه دپاسه دوه زره تنه مهاجرين له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت نن دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ٢٣٣٢ تنه  افغان مهاجرين په تيرو دوو ورځو کې د تورخم بندر له لارې د ننګرهار ولايت مرکز ته راستانه شوي دي.
ده وويل چې د راستنو شويوکسانو له جملې څخه ١١٧٩تنو يې د مهاجرت سندونه لرل چې د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان دعالي کميشنرۍ له لارې يې نغدي مرستې ترلاسه  کړې دي او ١١٥٣ تنه نور يې چې د مهاجرت سندونه نه لرل؛ دمهاجرينو د راستنولو  چارو د رياست  له خوا د مرستې  د ترلاسه کولو لپاره  په جلال آباد ښار کې دمهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته معرفي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته