امنیت

د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې د کب نهمه، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ ولمانځله

کابلباختر د کب د مياشتې١٣مه
د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځنې د پروګرامونو په بهیر کې نن د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې دغه ورځ و لمانځله. د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د لمانځنې په غونډه کې د کابل ښار د امنیتي چارواکو ترڅنګ د هیواد یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونو هم ګډون کړی وو.
د کابل ګارنیزیون قوماندان، ډګر جنرال افضل امان امان، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅونې په موخه د جوړ شوي پروګرام د ستاینې تر څنګ وویل، چې د امنیتي ځواکونو اساسي موخه د افغانستان په ځانګړي ډول د کابل خلکو ته د سولې او ډاډمن امنیت تامينول دي. هغه زیاته کړه، چې د کابل ګارنیزیون امنیتي منسوبین خپل رسالت او قانون ته په پاملرنې سره د خلکو په خدمت کې دي، ترڅو د پلازمېنې اوسېدونکي په سوله او خوندي فضا کې ژوند وکړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال،په دې ټکي په ټینګار سره، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ مهم دی، وویل، د ملي پولیسو په چوکاټ کې اصلاحات له کابل څخه پیل شوي او د وخت په تېرېدو سره به په ټول هیواد کې عملي شي.
د ۱۰۱ آسمایي زون قوماندانۍ سرپرست، مل پاسوال داود امین وویل، دامنیتي ځواکونو د هڅونې په موخه جوړ شوي پروګرامونه د هغوي مورال او روحیه پياوړې کوي او د دې سبب کېږي، چې دغه ځواکونه خلکو ته د سولې او امنیت د تامينولو هڅې لاپسې ګړندۍ کړي. هغه د ترهګرو له خوا د ځانمرګو بریدونو او چاودنو تر سره کول د هغوی ناتواني او ضعف و باله او زیاته یې کړه، چې دښمنانو د جګړې په ډګرکې له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.
مل پاسوال داود امین، د امنیت په ټینګښت کې له پولیسو سره د خلکو همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، هغه بدلونونه، چې په کابل ښار کې د پولیسو په چوکاټ کې رامنځته شوي، دوام لري او دغه بدلونونه به د ټیټې کچې پولیسو لیکو کې هم پلي کېږي.
د کب د نهمې د لمانځ غونډې ګډونوالو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خدمتونو د درناوي په خاطر په دغو ځواکونو ګلونه وشیندل.  پاى- ع     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته