ورزش

د فوټبال د الموس او د وايس ګروپ د ټيمونو د آغاخان جام د سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٥
د آغاخان جام د فوټبال د سياليو وروستي نيمايي پړاو په دوو لوبو سره دوام وکړ.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاوکې د جوانان الموس ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د عقاب کيهان ټيم ته ماتې ورکړه او د وايس ګروپ ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د رونق پر ټيم بريالى شو او د جوانان الموس او د وايس ګروپ ټيمونو د دغو سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله .
د قيومي د څرګندونو له مخې: د آغاخان جام د فوټبال سيالۍ له څه مودې راپه دې خوا د اتو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په اوونۍ کې د شنبې په ورځ دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته