سیاست

د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون د دغه کميسيون د رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په مشرۍ او د غړيو په ګډون د کميسيون په مقر کې خپله عادي غونډه جوړه کړه

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون د دغه کميسيون د رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په مشرۍ او د غړيو په ګډون د کميسيون په مقر کې خپله عادي غونډه جوړه کړه.
په غونډه کې لومړی د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې په خپلواک کميسيون کې د پخوانيو اجرااتو پر څرنګوالي بحث وشو او ورپسې د اساسي قانون د حاکميت په موخه لاندې موضوعات وڅېړل شول او په اړه يې د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې لازم تصميمونه ونيول شول:
په پيل کې د اساسي قانون او د کميسيون دقانون د اتمو او نهمو مادو د حکمونو په رڼا کې د کميسيون د پخوانيو مصوبو د تطبيق په اړه د کميسيون د منشي ريپورټ غونډې ته وړاندې شو او اړوندو څانګو ته دنده وسپارل شوه چې خپل پروګرامونه دې د اساسي قانون او د کميسيون قانون له احکامو او له تصويب شوې تګلارې سره سم عيار کړي.
له هغه وروسته د اساسي قانون او د کميسيون قانون د حکمونو په رڼا کې  د اساسي قانون د تطبيق او رعايت په برخه کې د دولت د اساسي بنسټ په توګه د کميسيون دندې او صلاحيتونه تر بحث لاندې ونيول شول او پرېکړه وشوه چې د ملي شورا د دواړوو مجلسونو له اداري پلاوو  او نورو ارګانونو له استازيو سره دې په مناسب وخت کې ګډه غونډه جوړه کړي او موضوع دې ور سره وڅېړل شي.
همدارنګه د کميسيون د حقوقي نظريو د خپرولو موضوع هم وڅېړل شوه او پرېکړه وشوه چې هغه نظريې دې چې د کميسيون له خوا د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د همغږۍ،  له ملت سره د دولت د نېږدېوالي او د ملي حاکميت او اساسي قانون د ټينګښت په موخه تصويب شوي دي، خپرې شي. همداراز تصميم ونيول شوو چې د کميسيون منشي ښاغلی دوکتور محمد امين احمدي دې د ټاکنو قانون د طرحې د تدقيق په سيمينار کې چې په روانه اوونۍ کې د عدليې وزارت له خوا جوړېږي، ګډون وکړي.
ور پسې د اساسي قانون د څلورمې، پنځمې او شپږمې مادې د حکمونو په رڼا کې د ملي وحدت او ملي حاکميت د لا ښه ټينګښت په لارو چارو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د حکومت د امنيتي بنسټونو او د نورو اړوندو ارګانونو استازي دې کميسيون ته راوبلل شي تر څو د موضوع د تطبيق  په اړه د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې  ور سره بحث وشي او د حل مناسبه لار ور ته ولټول شي.
همداشان پرېکړه وشوه چې کميسيون دې په امرېکې کې اسلام او حضرت محمد (ص) ته له سپکاوي ډک منسوب فلم د غندلو په موخه يوه اعلاميه خپره کړي.
غونډه په افغانستان کې د سراسري سولې د ټينګښت او افغانانو ته د سوکاله ژوند په موخه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسيده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته