امنیت

په پروان کې يو ځوان په يوه پوځي داوبو دشيندلو په جرم ووژل شو

کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
دپروان ولايت دجبل السراج په ولسوالۍ کې نن سهار يو ځوان دملي امنيت په يوه کارکوونکي داوبو دشيندلو په جرم  دلاوريانو دسترګو په  وړاندې ووژل شو.
يوه ځوان په نا آګاهانه ډول  دملي امنيت په يو کارکوونکي اوبه وشيندلې او دغه کارکارکوونکي ددغه حرکت په غبرګون کې  په سملاسي ډول  په دغه ځوان ډزې وکړې.
دپروان دوالي ويندوى وحيد صديقي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې يرغلګر
دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ده تائيد کړه چې دغه ځوان يوازې په دې جرم   چې په ناآګاهانه ډول يې دملي امنيت په دغه کارکوونکي اوبه شيندلې دى  په ډزو سره ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته