ورزش

بارسلونا له روساسونا سره لوبه برابر پاى ته ورسوله

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
د هسپانيې د لومړي  لاس د فوټبال د ټيمونو د سياليو نهمه اوونۍ په څلورو لوبو سره دوام مومي .
په لومړۍ لوبه کې چې د افغانستان په وخت نن مازيګر پيليږي؛ د کرانا دا د فتافه ټيم کوربه دي او ورپسې الماريا له ريال وايکانو سره، ريال بتيس له الچه او ريال والدويست له باسويا سره لوبه کوي .
  باخترآژانس دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبر ورکړ: ددغو سياليو په دوام تېره شپه د بارسلونا ټيم د جدول په سرکې و. لوبه له او سامونا سره پرته له يوګول څخه برابره پاى ته ورسوله.
ريال مادريد په دووګولونوسره مالاکا ته ماته ورکړه او هسپانيول د صفر په مقابل کې په يوسره د اتلاتيک مادريد پر ټيم بريالى شو .
  تراوسه پورې بارسلونا دجدول په سرکې ځاى لري، اتلاتيک مادريد او ريال مادريد د جدول په دويم او دريم ځاى کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته