امنیت

دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ابلاغيه

کابل باختر  دتلي نولسمه :
دکابل ولايت دامنيې  قوماندانۍ ابلاغيه
دکابل  ولايت  امنيې قوماندانۍ په ښه توګه دامنيت دتامينولو لپاره تل دقانوني سندونو دنه لرونکو او د بې لمبر پليټه وسايطو ددرولو او دغه راز له ليږدونکو وسايطو څخه داضافي  شيانو او فلمونودلرې کولو لپاره پروګرامونه پيل کړي دي چې دغه پروګرامونه له څو ورځو راپديخوا  يوځل بيا په کابل ښار کې عملي شوي دي چې له امله يې تراوسه پورې له سلګونو وسايطو څخه تور فلمونه لرې کړي شوي دي  او دقانوني سندونو نه لرونکي اوبې لمبر پليټه  په لسګونو وسايطو درول شوي او دپوليسو ښارګوټي ته ليږدول شوي دي .  په همدې مقصد د دولتي او غير دولتي  په ګډون د وسايطو ټولو خاوندانو ته ابلاغيږي چې دکابل ولايت امنيه قوماندانۍ هودمنه ده  چې سرله نن  دتلې  دمياشتې له نولسمې  نيټې دشنبې له ورځې څخه دتورو فلمونو لرونکي  او دقانوني سندونو نه لرونکي ټول وسايط ودروي او ضبط کړي  او هغو وسايطو ته چې ښيښې يې له توليدونکي شرکت څخه تورې دي  ، دابﻻغيې  دخپريدو له نيټې څخه تر يوې اوونۍ پورې مهلت ورکول کيږي  چې دخپلو وسايطو دښيښو په بدلولو اقدام وکړي له دې  پرته به ددغو  وسايطو په ضبطولو هم اقدام وشي .  په دې باب هيڅ راز استثنا شتون نه لري له سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته