ټولنه

په هلمند کې د لويې لارې پلګي رغول کیږي

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦مه
د هلمند د فوايد عامې ریاست مسولين وايي چې ډېر زر به د ۶۰۱ لويې لارې د پلګيو د بيا رغونې کار پيل کړي.
دهلمند ولايت د ۲۱۵ميوند قول اردو قومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزی وايي دښمن ډېره هڅه وکړه چې د ۶۰۱ نمبر لويه لاره د خلکو پرمخ بنده کړي، سړک يې ویجاړ کړ، پلګي يې په بمونو والوځول، خو د امنيتي ځواکونو د کلک غبرګون سره د مخامخ کېدو له امله  بريالي نه شول چې خپلو موخو ته ورسيږي.
ده د فوايد عامې رياست ته ډاډ ورکړ چې ددې لارې امنيت په بشړه توګه خوندي دی او ددغه رياست کارکوونکي کولای شي چې په ډاډمنه توګه د سړک په اوږدو کې ويجاړ شوي پلګي ورغوي.
د د هلمند د فوايد عامې رېيس اهل الله عبيدي وويل چې دغه رياست به ډېر ژر ددغه سړک په ويجاړو شويو پلګيو کار پېل کړي او د سړک هغه برخې به هم ورغول شي چې د وسله والو مخالفينو له لوري ويجاړې شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته