فرهنګ

په زابل کې د فرهنګي میراثونو ملي ورځ ونمانځل شوه

قلات باختر د  کب د میاشتې ۲۱ مه
په زابل ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د فرهنګي میراثونو ملي ورځ ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د زابل ولایت د  اطلاعاتو او فرهنګ ریېس عبدالرزاق بشر غونډې ته په پیلیزه وینا کې وویل چې،په  دغه ولایت زیات شمېر  فرهنګي  میراثونه شتون لري،خو که پاملرنه ورته ونه شي امکان شته چې له منځه لاړ شي.
هغه زیاته کړه چې  د فرهنګي  میراثونو ساتنه یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دنده نه،بلکې د ټولو وګړو مسوولیت دی.
هغه له  خلکو څخه هیله  وکړه چې د  فرهنګي میراثونو په  ساتلو کې  له دوی  سره همکاري  وکړي،څو وکولای شي له فرهنګي میراثونو څخه په سم ډول ساتنه وکړي او د تخریب څخه يې  مخه ونیول  شي.
په همدې حال کې یو شمېر مدني فعالانو،ښوونکو،ځوانانو او د رسنیو استازو د فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه ویناوې وکړې.
دوی وویل چې د یو ملت د فرهنګي ارزښتونو له منځه تلل؛ د هغه ملت د پناه کیدو په مانا دي.
دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ډاډ ورکړ چې د فرهنګي میراثونو د  ساتنې په برخه کې به خپلې هلې ځلې وکړي.پای/وصال
  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته