نړۍ

دسعودي پاچا د نړيوال تروريزم پرخلاف په مبارزې ټينګار وکړ .

جده   باختر د غبرګولي شپاړسمه

  دسعودي عربستان پاچاله نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دتروريزم پرخلاف مبارزه کې زيات همغږي  شي .

 دمتحده عربي اماراتو د الخليج ورځپانې خبر ورکړ، ملک عبدالله چې دسعودي عربستان په جدې ښار کې يې دملګروملتو دسازمان له تروريزم  سره دمبارزې په مشورتي کنفرانس کې  خبري کولي وويل ،دتروريزم مسئله په يوه هيواد پورې اړونده پديده نه ده بلکې دنړۍ د ټولو هيوادونوګډه دنده ده .

 ده وويل هيواد يې لاتراوسه پورې دتروريزم دله منځه وړلو لپاره په ملي او نړيواله کچه زياتې  هلې ځلې کړي دي .

 ملک عبدالله ، تروريزم د نړۍ دثبات او امنيت لپاره  ستر خطر وباله اوله نړيوالې  ټولنې  څخه يې وغوښتل  چې  له پخوا زيات  ددغې پديدې دله منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي .

 ده ټينګاروکړ  په  نړۍ کې دتاوتريخوالي اوګډوډيو دپراختيا دمفکوري مخنيوي  دسعودي عربستان اوسني کاري لومړيتوبونه دي .

  دسعودي عربستان باچا دسيمې ګډوډ  حالت ته په پاملرنې سره وويل: هيواد يې هيله لري چې نړۍ دسيمې دهيوادونو په  همکاري  زياتې هلې ځلې وکړي چې دتروريزم  له امله تاوتريخوالي له منځه يوسي .

 پخوا هم دعربستان باچا له فساد سره دمبارزې په نړيوال کنفرانس کې  په  خپلو څرګندونو کې چې په  ٢٠٠٥ م کال کې ددغه هيواد په پايتخت  رياض ښار کې  جوړ شوي و له تروريزم سره دمبارزې لپاره دملګروملتو دسازمان تر څارنې لاندې ديوه نړيوالې مرکز  دجوړولو غوښتنه کړې وه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته