روغتیا

په کابل کې د دوه سوه بستريز کدري روغتون دجوړولوکار پيل شو

کابل باختردتلي  ديرشمه
  تر اتلسو مياشتو پورې  دکابل د علي اباد روغتون تر څنګ نوى دوه سوه بستريز کدري  روغتون  جوړيږي .
دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو رياست  باختر اژانس ته خبر ورکړ ،  دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيد الله عبيد نن ددغه روغتون د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په ترڅ کې وويل  چې  ددغه روغتون په جوړولو سره به  نه يواځې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې اسانتياوې برابرې کړي؛ بلکې د طب دڅانګې محصلان به هم  خپلې روزنيزې دورې په دې روغتون کې  تيرې کړي .
  دغه راز دکابل دطبي پوهنتون رييس پوهاند ډاکتر شيرين اقا ظريف  ددغه روغتون د ارزښت او اهميت په  باب خبرې وکړې او دکابل په طبي پوهنتون کې کال په کال دمحصلانو  دشمير زياتوالې ته په اشارې سره، دغه اقدام يې په هيواد کې دتجربه لرونکو کدرونو  د روزنې لپاره  د زمينې دبرابرولو په لاره کې مثبت وباله .
دلوړو زده کړو وزارت دپلان او پاليسى د رييس عبدالمنير مهرور د څرګندونو له مخې،  دغه پروژه  ددغه وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د نږدې دوه نيمو مليونو ډالرو په لګښت  په  اتلسو مياشتو کې د څه دپاسه زر متره مربع  ځمکې په ساحه کې په شپږو پوړونو کې جوړيږي .
دا دلوړو زده کړو وزارت اتلسمه پرمختيايي پروژه ده چې دکال له پيل څخه  تراوسه پورې  تطبيق شوې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته