امنیت

په نيمروزکې د داعش ډلې ته د ځوانانو د جذبولو مسوول ونيول شو

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
په نيمروز ولايت کې د داعش ډلې ته د ځوانانو د جذبولو مسوول ونيول شو.
د داعش دغه قوماندان غوښتل په نيمروزکې له دغې ډلې سره د يوځاى کيدو په خاطر ځوانان وهڅوي.
د نيمروز ولايت يوه امنيتي مقام له باختر آژانس سره په اړيکه کې په دغه ولايت کې د داعش ډلې ته د ځوانانو د جذبولو مسوول نيول کيدل تاييد کړل.
ده وويل چې د داعش دغه قوماندان د دغې ډلې له دوو تنو نورو غړو سره د پوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوى دى .
ده تاييد کړه چې د داعش دغه قوماندان په نيمروز ولايت کې د دغې ډلې د ډار اچوونکو ډلګيو د جوړولو او د ځوانانو د جذب په لټه کې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته