نړۍ

په بريتانياکې دنويو اتباعو دمنلو لپاره په ازمايښت کې دبدلونونو راوستل.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٣ :

دبريتانيا دکورنيو چارو وزارت اعلام کړى دى چې دغه هيواد له هغو مهاجرينو څخه  داتباعو دمنلو په ازمايښت کې دبدلونونو درامنځته کولو لپاره دپروګرامونو دجوړولو په حال کې دي  چې غواړي په بريتانيا کې ژوند وکړي.

ددغه پروګرام له جملې څخه دبريتانيا دملي سرود دلومړي برخې زده کول دي اوهغه مهاجرين  چې په بريتانيا کې دژوند کولو هيله ولري بايد ددغه هيواد دملي سرود لومړي برخه زده کړي.

دډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبرله مخې، دهغو اتباعو ازمايښت چې په بريتانيا کې د ژوند په نامه نومول شوي دي دکارګر ګوند دحکومت له خوا په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې معرفي شوي دي اوپه هرهغه چا چې غواړي په دغه هيواد کې ژوند وکړي  تطبيق يې جبري دى .

نويو بدلونونو ته په پاملرنې سره هيله کيږي چې  په راتلوونکي مني کې مهاجرين دغه راز دپوهي اوتجربې له مخې دتاريخي کليدي قوانينو له مادو اوتشخيصونو سره سم ازماښت شي .

په دې ازمايښت کې به دتلويزيون ، رادار ، انترنټ او دغه راز دفرهنګي برخو په ګډون دبريتانيا داختراعاتو اواکتشافاتو په باب يولړ پوښتنې هم شاملي وي.

دمهاجرينو دازمايښت په پوښتنو کې دتاريخي اماکنو، داخلي جګړو،هنرمندانواودمشهوروليکوالواوشاعرانواودتاريخي جګړوپه باب معلومات هم شامل دي اودغه مهاجرين بايددخپل هيواد په باب هم کافي معلومات ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته