امنیت

د لعل پورې او ګوشتې په ولسواليو د هاوان درې سوه پنځه اويا ماينونه لګيدلي دي

کابل باختر دکب  لومړي :
د تيرې دوو ورځو په بهيرکې د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه د ننګرهار ولايت د لعل پورې او ګوشتې د ولسواليو په اړوندوکليوکې د هاوان څه دپاسه  درې سوه پنځه اويا ماينونه لګيدلي او د درندو وسلو ډزې شوې دي .
د ننګرهار ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د هاوان  دماينونو او د درندو وسلو د ګوليو د لګيدو په نتيجه کې يوشمېر ملکي وګړي  ټپيان شوي او د هغوى کورونه  هم ويجاړ شوي دي چې تر اوسه پورې دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
حکومتي مقاماتو ويلي دي: هغو ملکي وګړو ته د استوګنې امکانات يې برابر کړي دي چې له خپلو کورونوڅخه وتلي او دغه راز له هغوى سره به ډير ژر د نغدو پيسو او د خوراکي توکو مرسته وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته