امنیت

يو زرو څلور سوه تنو سرتيرو دفراغت سندونه ترلاسه کړل .

کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه

  دملي اردو يوزرو څلور سوه تنه سرتيري نن  د ٢٠٩  شاهين قول اردو له تعليمي مرکز څخه فارغ شول .

 د ٢٠٩  شاهين قول اردو قوماندان جنرال زلمي ويسا  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه سرتيري  په يو سلو اووه شپيتم کنډک پوري اړه لري چې له درې مياشتنيو بيلابيلو مسلکي مهارتونو له زده کړي وروسته  له دغه مرکز څخه فارغيږي  او داړتيا له مخې په اړوندو جزوتامونو  کې موظفيږي .

 ده دسرتيرو دتصديق ليکونو د ويشلو په مراسموکې  وويل  ددغې قول اردو سرتيري  دهيواد ددفاع او په شمال ولايتونوکې دامنيت دتامينولو لپاره چمتو دي .

  لکه څنګه چې دسرپل او تخار له ولايتونو پرته په شمال کې دامنيتي  مسووليتونو دليږدونې دويم پړاو پاى ته رسيدلي دي .

 ده زياته کړه ددولت داړتيا په صورت کې دغه قول اردو ددريم پړاو لپاره هم بشپړ تياري لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته