ټولنه

د راى ورکولو په مرکزونوکې د ميدان وردګو د خلکو پيکه شتون

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د راى ورکولو په مرکزونوکې د ميدان وردګو د خلکو شتون پيکه دى.
تر اوسه د راى ورکولو بهير له پيل څخه کابو څلور ساعته تېريږي؛ په دغه ولايت کې  په هر مرکزکې له ٥ څخه تر لسو تنو پورې خپلې رايې کارولې دي.
په انتخاباتوکې د خلکو د پيکه ګډون يو دليل د وسله والو طالبانو ګواښ بلل شوى دى.
همدا اوس د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار واټونه د ګوتې په شمارخلکو د تګ راتګ ډګر دى.
د ميدان وردګو د انتخاباتو کمېسيون يوه مسوول دباخترآژانس خبريال شکرالله دانش ته وويل چې د راى ورکولو صندوقونو ته د خلکو ورتګ بيخي پيکه دى.
هغه وويل چې د راى ورکولو بهير له پيل څخه د څلورو ساعتونو په بهيرکې په هر مرکزکې له ٥ څخه تر ١٠ تنو پورې خلکو خپلې رايې کارولې دي.
د را رسېدلو خبرونوله مخې: د راى ورکولو په مرکزونوکې د خلکو د ګډون پيکه والى په ميدان وردګو کې د ښځو کم رنګه ګډون دى.
خو د ميدان وردګو سيمه ييز مسوولان وايي: حالات دومره خراب نه دي چې خلک ونه کړاى شي خپلې رايې وکاروي.
هغوى وايي چې د هر ساعت په تېرېدو سره د راى ورکولو صندوقونو ته د خلکو ورتګ پياوړى کېږي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته