امنیت

دمشرانو جرګې درييس او غړو پيغام

 کابل باختر دکب دمياشتې ٢٩ :
دمشرانو جرګې   رييس د ننګرهار ولايت   په   جلال آباد  ښارکې  نننۍ  تروريستي
بريد وغانده .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديو پيغام په ليږلو سره ليکلي دي.
دسنا مجلس رييس فضل الهادي مسلميار اوغړو  په جلال آباد ښارکې دپوليسو په يوې  حوزې  نننۍ تروريستي بريد په کلکه وغانده .
دپوليسو په دغې  حوزې بريد په داسې حال کې  ترسره کيږي  چې دافغانستان خلک دنوي هجري لمريز کال په درشل  کې دي او خپل يو لرغونې جشن   نمانځي او  ددغه شان جشن  د  خوندي نمانځلو په   خاطر  د هيلې   سترګې خپلو امنيتي   ځواکونو ته نيولي دي.
په داسې  حال کې ددغه هېواد دښمنان  خپل تاريخ  هويت او فرهنګ نه لري هلې ځلي کوي دغه شان  مراسم ګډوډ  کړي  او زموږ په  امنيتي ځواکونو په داسې وخت کې بريد کوي   چې هغوى د خلکو دسرا و مال دساتنې په خاطر  خدمت ته چمتو دي.دمشرانو جرګې رييس او غړي په ننګرهار ولايت کې نننۍ تروريستي بريد او ورته نور بريدونه چې پخوا  زموږ دخلکو او امنيتي ځواکونو په وړاندې ترسره شوي دي ددغه هېواد ددښمنانو تورې  کارنامې بولي چې کلونه کلونه يې زموږ خلکو ته يې توطيې جوړې کړې دي .
په پيغام کې ويل شوي دي  موږ په داسې حال کې چې دشهيدانو له کورنيو سره  خواخوږۍ څرګندو،نو دلوى خداى  ج له دربار څخه شهيدانو ته دفردوس جنت  او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوو  او  له امنيتي مسوولينو څخه غواړو چې دتروريستي پيښې دعاملينو  دپيژندلو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته