امنیت

په هلمند کې د موټر بم بريد يولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

لښکر ګاه باختر د غويي د مياشتې ٨ مه
نن سهار شاوخوا اته بجې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ  د لوى باغ د څلور لارې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوې قرارګاه ته څېرمه د موټر بم بريد شوى دى.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه بريد کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،په دغه بريد کې يو سرتيرى هم شهيد شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته