کابل باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړل ، ۹۹ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول ، ۳۸تنه ټپیان او ۱۵ تنه شکمن کسان نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان ، کاپیسا، غزني، پکتیکا، پکتیا، قندهار، زابل ، روزګان بادغیس، فراه، تخار، فاریاب ،کندز او دهلمند په ولایتونو کې تر سره شول له امله يې د قندهار ولایت د میوند او سپین بولدک په ولسوالیو کې ۳۹ تنه وسله وال طالبان وژل شول ، د هلمند ولایت د کجکي ، ناوې ، نادعلي او سنګین په ولسوالیو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شول ، ۴ تنه ټپیان اودهغوى ۶ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي ، د بادغیس ولایت د قادس په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه ترهګر ووژل شول او ۸ تنه ټپیان شول ، د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ او مرکز قلات کې ۹ تنه ترهګر ووژل شول ، ۹ تنه ټپیان ، اودهغوى یو موټر، ۷ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول او یو تن يې ټپي شوی دی .
دغه راز په دو عملیاتو کې د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر ووژل شول او ۷ تنه ټپیان شول ، د ننګرهار ولایت د سرخرود په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان ، ۱۲ تنه شکمن کسان له یو شمیر وسلو او مهماتو سره ونیول شول او دهغوى ۴ موټر سایکلونه له منځه يوړل شول ، د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول ، د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند د ملیزیو په سیمه کې ۲ تنه ترهګر و وژل شول ، د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو تن ترهګر ووژل شو او ۲ تنه ټپیان شول او د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۳ تنه شکمن کسان ونیول شول.
په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۱۰چاڼیز او ۱۷خاص کوماندویي عملیات د هیواد په ۹ولایتونو کې ترسره شول او د افغانستان هوایي ځواکونو۹۴ الوتنې او۷ هوایي ضربې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه د دښمن په پټنځايونو ترسره کړي دي.پاى ذکرالله
0 2 دقیقې لوستل