امنیت

د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

٦٣- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د بغلان د خنجانو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال نن ووژل شو.
د خنجان ولسوال صديق بهين باختراژانس ته وويل : د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا امير د دغې ولسوالۍ د کوروي په کلي کې د پوځيانو په کمين کې ووژل شو.
د خنجان ولسوال د دغې ولسوالۍ لپاره د وسله والوطالبانو د نومول شوى ولسوال وژل کېدل د دوشي – خنجانو د لويې لارې د امنيت د تامينولو په لاره کې مهم وباله او ويې ويل چې ملا امير د خنجان – دوشي په لويه لاره کې په زياتو تروريستي فعاليتونو کې رول درلود.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته